kabul-shrine-attack-ended

په کابل کې یو شمېر نامعلومه وسله والو نن ماښام پر شیعه زیارت کوونکو برید وکړ چي په پایله کي لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړول.

د کورنیو چارو وزارت صدیق صدیقي وایي پر سخي زیارت له ټولو بریدکونکو وژنې ورسته پای ته ورسید خو په دغه حمله کې د مرګ ژوبلي په اړه څه ونه ویل.

خو یو بل امنیتي سرچینه وویل چي په پیښه کي لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شوی او نژدي ۳۶ تنه نور ټپیان شوی.

په سیمه کي عیني شاهدان مخکي وویل چي دغه برید د ریو وسله والو لخوا ترسره شوی او لږ تر لږه دوه چاودنې غړ هم اوریدل شو.

د بریدمسئولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.

دا پېښه په داسي مهال رامنځ ته شوې، چي دتېرو څو ورځو را په دې خوا په کابل ښار او یو شمېر ولایتونو کې د اهل تشیع مذهبه مسلمانانو لخوا د عاشورا په مناسبت مذهبي مراسم روان دی.