Wednesday Nov 21, 2018

په بامیان ولایت کې د دمبورې دویم فسټیوال پیل شو

نوشته شده توسط khaama - Sat Jun 30 2018, 9:15 am

په بامیان ولایت کې حکومتي چارواکي وایي په دغه ولایت کې د دمبورې دویم فسټیوال پیل شوی دی.

د بامیان والي طاهر ظهیر وایي د دمبورې فسټیوال له تیر کال راهیسې د محلي موسيقۍ په ځانګړي ډول د مبورې د پېژندنې او ودې په موخه جوړېږي.

ښاغلي ظهیر زیاته کړه، چې د دمبورې فسټیوال به د بامیان ولایت د سیاحت د ودې په برخه کې او  د سيلانيانو په جلب او جذب کې یو مهم رول لوبوي.

په ورته وخت کې د بامیان ولایت مقام د یو بیان په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه زرګونه کسان په دغه فسټیوال کې برخه اخیستې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه فسټیوال کې  د غزني، غور، دايکنډي، کابل او باميان د موسيقۍ ډلې د دمبورې موسیقي نندارې ته وړاندې کوي.

د ولایت مقام په وینا، د دمبورې ترڅنګ په دغه فسټیوال کې د لاسې صنایعو نندارتون هم پرانیستل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د سکي چلنج په نوم د سکي لوبو اتم پړاو د تېر کال په کب میاشت کې په بامیان ولایت کې ترسره شوه چې په کې د نارینه ورزشکانو ترڅنګ یو شمېر ښځینه ورزشکارانې هم برخه اخیستي وه.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید