Wednesday Nov 21, 2018

ننګرهار کې د کبانو تولیدي مرکز د جوړیدو چارې ګټې اخیستنې ته نږدې شوي

نوشته شده توسط khaama - Sun Jun 24 2018, 6:57 am

د ننګرهار ولایت مقام وایي په یاد ولایت کې د کبانو د بچیانو څومیلیوني تولیدي مرکز (Hatchery) دجوړیدو چارې ګټې اخیستنې ته نږدې شوي.

د ولایت له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار د کرنې ادارې رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي په مشرۍ یو ګډ تخنیکي پلاوي د سره رود ولسوالۍ د چهارباغ صفا په کلي کې د کبانو دبچیانو تولیدي مرکز یا هیچري دجوړیدو چارې له نږدې وکتلي.

یاد تولیدي مرکز د کبانو څه باندې دوه میلیونه کوچني بچیانو د تولید ظرفیت لري، چې د ننګرهار د کرنې ریاست په هلو ځلو دکرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) په مرسته جوړیږي.

دکبانو د بچیانو نوموړی تولیدي مرکز د جوړیدو چارې په بشپړیدو دی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې له امله به یي دننګرهار او ختیځو ولايتونو سربیره د هېواد نورو ولایاتو ته د کبانو د روزنې په موخه دکبانو بچیان واستول شي او ورسره به د کبانو د روزنې صنعت ته د ودې او پراختیا لازم فرصتونه رامنځ ته شي.

اوسمهال په یاده هیچري کې په سلګونو زره دکبانو بچیان تولید شوي دي چې دا لړۍ به تر هغې ادامه ومومي ترڅو دبچیانو شمیر یي میلیونونو ته ورسیږي او ترټاکلی مودې تیریدو وروسته به په نورو حوضونو کې دغوښي دتولید په موخه تر روزنې لاندې ونیول شي.

دیادونې وړ ده، چې تیر کال د ننګرهار دکـــرنې ریاست دNHLP پروژې په مرسته په بهسود او سره رود ولسوالیو کې دګرمو اوبو کبانو شل حوضونه په ازمایښتي توګه جوړ کړل، چې د څېړنې له مخې دننګرهار آب وهوا دګرمو اوبو کبانو دروزنې لپاره ډیره مساعده ده.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید