- خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس - https://www.khaama.com/pashto -

د طالبانو په مشرتابه کې د بدلونونو په اړه د جنرال عبدالرازق څرګندونې

[1]

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ادعا کوي چې د وسله والو طالبانو مشرانو د یاد ډلې په مشرتابه کې یې یو لړ بدلونونه راوستلي دي.

د جنرال عبدالرازق په وینا، د طالبانو د مشرتابې د پرېکړې پر اساس په فرهنګي چارو کې د طالبانو مشر امیر خان متقي په خپله دنده کې د سرغړونې له امله له خپلې دندې ګوښه کړای شوی دی.

نوموړی زیاته کړه، چې د طالبانو مشرتابې د پرېکړې سره سم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په فرهنګي چارو کې د طالبانو نوی مشر په توګه په دنده ګمارل شوی دی.

د کندهار امنیه قوماندان په همدې حال کې ادعا کوي، چې طالبانو ښاغلي متقي د طالبانو مشر ملا هبت الله د دفتر رئیس په توګه په دنده ګمارلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوه جګپوړي ډلمشر رویټرز ته ویلي، چې د طالبانو مشرتابه د وسله والو سلفي انځورونو په اړه یوه بیړنی غونډه رابللې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو مشرتابه د یاد ډلې ډلمشرانو ته لارښوونه کړې، چې د هغو طالب جنګیالیو په وړاندې انضباطي اقدامات وکړي چې له امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو سره سفلي انوځورونه اخیستي دي.

د سرچینې په وینا، پاکستان د طالبانو له مشرتابې څخه غوښتي وو چې د اوربند په موده کې یې د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو په وړاندې هم بریدونه ودروي خو طالبانو مشرتابه د پاکستان دغه غوښتنه رد کړه.