Monday Oct 22, 2018

سعودي وایي سبا جمعه د کوچني اختر لومړی ورځ ده

نوشته شده توسط khaama - Thu Jun 14 2018, 4:45 pm

عربي رسنۍ وايي چې په سعودي عربستان کې میاشت لیدل شوې او سبا جمعه  د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

د سعودي عربستان د خبرې اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان ستره محکمه اعلان کړی چې سبا جمعه د کوچني اختر لومړی ورځ ده.

ټاکل شوې چې په عربي متحده اماراتو کې هم د میاشتې لیدلو لپاره کمېته هم نن شپه په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړي.

له دې وړاندې د ستورپوهنې نړیوال مرکز ویلي وو، چې د متحده عربي امارتو په جبل حفیت کې یې میاشت لیدل شوې.

بلخوا له پاکستان څخه ترلاسه شوې راپورونه ښیي چې د پنجشبنې په ماښام په پاکستان کې میاشت نه دی لیدل شوی.

د پاکستان د میاشتې لیدلو لپاره د کمیتې مشر منیب الرحمن وایي په پاکستان کې میاشت نه دی لیدل شوی او له همدې امله شنبې به د کوچني اختر لومړی ورځ وي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید