Wednesday Jun 20, 2018

په افغانستان کې د «سفاب» ځانګړي مرستندویه لوا د فعالیتونو په اړه خوشبیني

نوشته شده توسط khaama - Thu Jun 14 2018, 4:18 pm

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو پوځ ځانګړي مرستندویه لوا (Security Force Assistance Brigade) قوماندان جنرال سکاټ جکسن د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د یاد لوا د فعالیتونو په اړه خوشبینی څرګنده کړې ده.

نوموړی پرون د امریکا په دفاع وزارت کې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د مرستندویه امنیتي لوا منسوبینو په ملاتړ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په موثره توګه د دښمن په وړاندې له هوایي، توپچي او ځمکنیو مانورونو کار واخلي.

جنرال جکسن زیاته کړه، چې د ځانګړي مرستندویه لوا د افغانستان په هر ګوټ کې د افغان پوځ، پولیسو او سرحدي پولیسو په ملاتړ د سلاکارانو ډلې ځای پر ځای کړی دی.

جنرال جکسن وایي، د مرستندویه لوا اړوند مشورتي ډلې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په سیمه ییزو قوماندانیو او د کنډکو، لواوو، ولسوالیو او قول اردوګانو په کچه ځای پر ځای شوي دي.

نوموړی همدارار وویل، چې د ځانګړي مرستندویه لوا په چوکاټ کې یې د ځمکنیو مارونو لپاره ځانګړي ټیمونه او ترڅنګ یې د انجنیري، توپچي، استتخباراتي، تدارکاتي او د مخابراتو لپاره هم ځانګړي ټیمونه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه روزي او سلا مشورې ورکوي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید