Monday Oct 22, 2018

د تاریخي ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده

نوشته شده توسط khaama - Thu Jun 14 2018, 2:35 pm

د افغانستان او هند لوبډلو ترمنځ د تاریخي ټیسټ لوبې په لومړی ورځ کې یې هند لوبډله وتوانید د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۴۷ منډې جوړې کړي. (انځور – د کرکټ نړیوالې شورا)

د افغانستان کرکټ له خوا په خپره شوې شوې خبرباڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان او هند کرکټ ملي لوب‌‌‌‌‌‌ډلو ترمنځ د لومړنۍ ټیسټ لوبې پچه د هند لوب‌‌‌‌‌‌ډلمشر وګټله او خپله یی د توپوهنې پریکړه، چی د ورځې تر پایه یی د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۴۷ من‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې یمین احمدزي دوه، راشد خان، مجیب ځدراڼ او وفادار یو یو لوبغاړی وسځولو.

د توپ وهني په برخه کې شیکر داون ۱۰۷ منډې او مورالي ویجي ۱۰۵ منډې جوړې کړي.

پر نومړي سربېره لوکس راهول ۵۴ منډې، چتشور پوجارا ۳۵ منډې، اجنکیا رهاني ۱۰ منډې، دینش کارتیک ۴ منډې، پانډیا ۱۰ منډې او روي چندرا اشوین ۷ منډې جوړې کړې.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید