Monday Oct 22, 2018

بدخشان کې تر ۲۰ زیات امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

نوشته شده توسط khaama - Thu Jun 14 2018, 4:56 am

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالی په مربوطاتو کې د وسله والو برید په ترڅ کې تر ۲۰ زیات امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، پیښه د سې شنبې په ماښام ناوخته رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې ۷ تنه امنیتي سرتېري خپل ژوند لا لاسه ورکړی.

د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري تائید کړه، چې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته د وسله والو د برید په ترڅ کې  ۷ سرتېري شهیدان شوي.

نوموړی زیاته کړه، چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه امنیتي سرتېري ټپیان هم شوي دي.

د ښاغلي نظري په وینا، ښایي د وژل شویو سرتېرو شمېر زیات شي ځکه د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت خراب دی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې ښاغلي نظري وایي د برید په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو پوسته د وسله والو لاس ته لوېدلی و چې د امنیتي ځواکونو د ځوابی عملیاتو په ترڅ کې بېرته ونیول شوه.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید