Monday Sep 24, 2018

د اوربند په اړه د طالبانو پرېکړه او د اجرائیه رئیس عبدالله عکس العمل

نوشته شده توسط khaama - Mon Jun 11 2018, 5:30 am

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس د اوربند بند په اړه د طالبانو مشرتابې د پرېکړې په غبرګون وښود.

نوموړی نن وزیرانو شورا په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې افغان ولس د اوربند په اړه د وسله والو طالبانو د پرېکړې هرکلی کوي.

د ارګ ماڼی چارواکو له دې وړاندې ویلي وو، چې   افغان حکومت د ټولو هغو اقداماتو هرکلی کوي چې په هېواد کې یې د ویني تویلو او د تاوتریخوالو د مخنیوي لامل ګرځي.

د ارګ ماڼی ویاند هارون چخانسوري د اوربند په اړه د طالبانو اعلامیې ته په اشاره وویل، چې حکومت هیله مند دی چې دغه اقدام به د سولې د خبرو اترو د پیل لام شي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې« ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کیږي چې د کوچني اختر په اوله دوهمه اودریمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلي مخالیفینو پرضد تعرضي عملیات ودروي، خو که په مجاهدینو تعرض وشي کلکه دفاع دې کوي.»

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د ویډیو پیام له لارې له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه خبر ورکړ.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې افغان حکومت د دیني عالمانو وروستي فتوا ته په کتو له وسله والو طالبانو سره د روژې میاشتې له ۲۷ مه نیټې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې اوربند اعلانوي.

هغه زیاته کړه، چې په دغه موده به افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو په وړاندې له پوځي عملیاتو لاس واخلي خو د داعشیانو، القاعدي او نورو بهرنیو ترهګرو په وړاندې به پوځي عملیات دوام ومومي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. په دی اور بند باندی دیر خوشحاله شو
Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید