Monday Nov 19, 2018

د لومړی ځل لپاره په کابل کې د ټکسي خدمات انلاین شول

نوشته شده توسط khaama - Fri Jun 01 2018, 9:32 am

په پلازمېنه کابل کې یوه خصوصي شرکت د انټرنټ له لارې د ټکسي خدماتو وړاندې کولو په موخه یوه اپلکیشن جوړ کړی دی.

د بُبر په نوم دغه اپلکیشن د افغان هولډنګ ګروپ له خوا جوړ شوی دی او د ځیرکو ټلیفونو په اپ سټورونو کې په وړتیا ترلاسه کېدای شي.

د اپلکیشن جوړونکي امریکا غږ اشنا ټلویزیون ته ویلي، چې کابل ښاریان د بُبر اپ په کارولو کولی شي خپل موقعیت ته ټکسي وغواړي او د اپلکیشن کارونکي کولی شي چې کله د کور نه ټکسي کې حرکت کوي، خپلو ملګرو ته د خپل موقعیت سيمه شېبه په شېبه وروښيي چې چېرې رسېدلي.

اوسني امنیتي وضعیت په کتو د بُبر نورو ګټو په اړه د اپلکیشن جوړونکي وایي، چې هغه ټکسی موټران چې د دې اپلیکیشن خدماتو کې شاملېږي لومړی له چلوونکو نه یې ضمانت اخیستل کېږي بیا له هغوی سره راجستر کېږي.

که څه هم په افغانستان کې د ټکسي خدماتو کرایه معیاري نه ده خو د بُبر جوړونکي وایي په نږدې راتلونکې کې به د کرایې معیاري کول په خپلو خدماتو کې ګډ کړي.

د امریکا غږ اشنا د راپور له مخې، د ټلیفون له لارې د ټکسي خدماتو لړۍ Uber په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا په سانفرنسسکو ښار کې پیل کړه.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید