د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند دوا خان مینه پال له خپلې دندې استعفا وکړه.

نوموړی په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې د یو بیان په نشرولو سره ویلي «زه په راتلونکو ټاکنو کي دکوچیانو له حوزې ولسي جرګې ته کاندیدیږم، نن مي له دندي رسمآ استعغآ وکړه.»

مینه پال زیاته کړه «له ټولو افغانانو مننه، چې تل یې دندې پرمهال زما ملاتړ کړی، درسنیو له مسوولینو او درنو خبریالانو مننه، چې په تیرو دوو کلنو کي زما سره همکارپاته سوې دي.»

هغه وول «ما که هردریځ نیولی هغه مې ددې هېواد دلوړو ګټو بخاطر نیول دی، له هیڅ چاسره مې شخصي ستونزه نه درلوده او نه ېې لرم، تل به ددې هېواد داوسیدونکو دسرلوړی لپاره کار کوم. ستاسې دملاتړ په هیله.»

د ولسي جرګي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان میلادي کال د اکټوبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغنستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو څو ورځې مخکې وویل چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنې بهیر پیل شوي دي.