Tuesday Sep 18, 2018

د سن رایزرس په لاس د کلکټه د ماتې په اړه د شاهرخ خان غبرګون

نوشته شده توسط khaama - Sat May 26 2018, 6:55 am

د هند د سینما ستوری او د هند په غوره لیګ کې د کلکټه نایټ رایډرز مالک شاهرخ خان د آي پي ایل په نیمه پای لوبه کې د سن رایزرس حیدراباد په لاس د ماتې په غبرګون په غبرګون کې ویلي چې د کلکټه لوبډله لا هم د هند د غوره لیګ یوه ډیره ښه لوبډله ده.

نوموړي په خپل فیسبوک او ټویټر پاڼو کې د یو بیان په نشرولو سره د خپل لوبډلې ستاینه وکړه او د د کلکټه د ماتې سره سره د لوبې د پای په هکله خوښی څرګنده کړه.

هغه زیاته کړه، چې د کلکټه نایټ رایډرز ټول لوبغاړي په غوره لیګ سیالیو کې ښه ځلېدلي او ټینګار یې وکړ چې کلکټه نایټ رایډرز یوه ښه لوبډله ده.

دا په داسې حال کې ده چې سن رایزرس حیدر اباد د غوره لیګ سیایو په نیمه پای لوبه کې وتوانید کلکټه نایټ رایډرز ته ماتې ورکړي.

په دغه لوبه کې د افغانستان وتلي لوبغاړی راشد خان تر ټولو ښه وځلید او د لوبې غوره لوبغاړی جایزه ترلاسه کړه.

د سن رایزرس حیدر اباد لوبډله د توپ وهنې په برخه کې یې خپل مهم لوبغاړي د لوبې په لومړیو اوورنو کې له لاسه ورکړل خو راشد خان د لوبې په وروستیو اوورنو کې وتوایند چې له لسو توپونو څخه او د څلور شپږیزو او دوو څلوریزو په وهلو سره یې ۳۴ منډې جوړې کړي.

د توپ اچونې به برخه کې هم راشد له څلورو اوورنو څخه یې درې ویکټې ترلاسه کړه.

سن رایزرز حیدر اباد په نننی لوبه کې د ۷ ویکټو په بدل کې یې ۱۷۴ منډې جوړې کړې خو کلکټه ونتوانید چې ورکړل شوې هدف پوره کړي او د ۹ لوبغاړو پ سوځېدلو سره یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید