د افغانستان د ملي دفاع وزارت د بغلان د تاله او برفک ولسوالی د دښمنانو له شتونه په بشړه توګه تصفیه شوه.

د ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د تاله او برفک ولسوالی د دښمنانو له شتون څخه تصفیه کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د تاله او برفک ولسوالی له ځای پر ځای شويو ماینونو او چاودېدونکې توکو هم تصفیه شوې او دغه ولسوالی اوس د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

په خبرپاڼه کې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي شوي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو کابو لس ورځې مخکې د بغلان پر تاله او برفک ولسوالی ډلییز بریدونه پیل کړل او د سختو نښتو په پایله کې یې وسله والو طالبانو وتوانیدل چې د ولسوالی کنټرول له امنیتي ځواکونو څخه ونیسي.