Monday May 21, 2018

پر فراه ښار د برید په وړاندې د افغان ځواکونو د غبرګون په اړه د پنټګان خوشبیني

نوشته شده توسط khaama - Fri May 18 2018, 10:05 am

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت یا پنټګان په فراه ښار کې د طالبانو ډلییز برید په وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غبرګون په اړه خوشبیني ښودلې ده. (انځور: د غوڅ ملاتړ ماموریت له پاڼې څخه)

د پنټګان ویاندې ډانا وایټ په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د امریکا هوایي پوځ او سلاکارانو په ملاتړ پر فراه ښار د طالبانو یوه لویه برید په شا وتمبوله.

نومړې زیاته کړه، چې د طالبانو کوښښنو سره سره فراه ښار د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د اغلي وایټ په وینا، په فراه ښار کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بریالیتوب دا ثابتوي چې د افغان پوځیانو، ځانګړو ځواکونو او هوایي ځواکونه د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د پنټګان د ویاندې په وینا، افغان هوایي ځواکونو د A-29 او Mi-17 ډوله الوتکو په وسیله په فراه کې د طالبانو پر مواضعو ګڼ هوایي بریدونه ترسره کړل او په لومړی ځل د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د افغانستان ټول شپږ قول اردوګان د طالبانو پر وړاندې په تعرضي حالت کې قرار لري.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید