Thursday Dec 13, 2018

مجیب الرحمن هم د انګلستان په غوره لیګ کې لوبه کوي

نوشته شده توسط khaama - Fri May 18 2018, 8:48 am

په انګلستان کې د همپشایر کرکټ کلب وایي د افغانستان وتلي توپ اچوونکی مجیب الرحمن به د انګلستان په غوره لیګ سیالیو یا T20 Blast کې د یاد کلب لوبه وکړي.

د همپشایر کلب پرون وویل، چې د راتلونکي سیالي لپاره یې د افغانستان له مجیب الرحمن او نیوزېلنډ له کولین مونرو سره قراردونه کړي دي.

د فرانس پرس د راپور له مخې، مجیب الرحمن به د انلګستان د غوره لیګ په ټولو لوبو کې برخه واخلي خو د نیوزېلنډ کولین مونرو په اګسټ میاشت کې یې د کربین لیګ په سیالیو کې برخه اخلي.

مجیب دا مهال د هند په غوره لیګ سیالیو کې د پنجاب پاچاهانو په لوبډله کې لوبه کوي.

نومړی د تېر کال په ډسمشر میاشت کې د نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې وتوانید چې ښه لوبه وکړي او په ترڅ کې یې افغان لوبډله وتوانید نړیوال جام ته لاره پیدا کړي.

د دې ترڅنګ مجیب الرحمن د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې هم ښه وځلید او د هغه په ریکارډ کې یې ۳۷ ویکټې شامل دي چې ۳۵ یې په یوه ورځینو لوبو کې او ۲ په شل اوریزو کې اخیستې دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید