Wednesday Sep 19, 2018

غني د بیت المقدس په هکله په فوق العاده غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته لاړ

نوشته شده توسط khaama - Fri May 18 2018, 7:50 am

ولسمشر محمد اشرف غني د بیت المقدس په هکله په فوق العاده غونډه کې د ګډون لپاره نن سهار ترکیې ته لاړ.

د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، جمهور رئیس محمد اشرف غني د اسلامي همکاریو سازمان په فوق العاده غونډه کې د ګډون په خاطر چې د بیت المقدس په موضوع رابلل شوی، نن سهار د ترکیې استانبول ښار ته روان شو.

ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو سازمان د اسرائیل او فلسطنیانو ترمنځ د وروستي تاوتریخوالې په اړه خبرې وکړي.

فلسطیني چارواکي وایي، د وروستي تاوتریخوالي په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۹ تنه فلسطنیان د اسرائیلو پوځیانو له خوا وژل شوي او کابو ۲۸۰۰ نور ټپیان دي.

د اسرائیلي پوځیانو او فلسطنیانو ترمنځ تازه نښتې او تاوتریخوالي وروسته له هغه پیل شوه چې د امریکا متحده ایالتونو حکومت د دو دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې سفارت پرانیست.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید