Thursday Sep 20, 2018

د فراه په جنګ کې د ایران د ښکېلتیا په اړه د امریکا دفاع وزارت څرګندونې

نوشته شده توسط khaama - Fri May 18 2018, 6:31 am

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت یا پنټګان دا شونتیا نه ردوي چې پر فراه ښار د طالبانو د وروستي برید ترشا د ایران لاس هم ښکېل ده.

د پنټګان ویاندې دانا وایټ پرون له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، هیڅوک نشي کولای دا موضوع رد کړي چې ایران د سیمې په کچه لاسوهنې کوي.

هغې زیاته کړه، چې ایران په منځني ختېځ کې د ناامنیو یوه لویه لامل ګڼل کېږي او له همدې امله موږ نشو کولای         په افغانستان کې د ایران لاسوهنې رد کړو.

دا په داسې حال کې ده چې سلګونه وسله وال طالبان د سې شنبې په ورځ د فراه ولایت په مرکز پر فراه ښار ډلییز بریدونه پیل کړل چې د چهار شنبې تر سهار پورې دوام درلود.

که څه هم افغان امنیتي چارواکي وایي فراه ښار د طالبانو شتون څخه په بشپړه توګه پاکه شوې ده خو ځایي چارواکو د چهار شنبې په شپه وویل چې وسله والو طالبانو یوځل بیا د فراه ښار د زندان په ګډون پر یو شمېر دولتي ودانیو بریدونه پیل کړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید