Wednesday Dec 19, 2018

د کابل ښار د بریدونو ترشا د داعش غړی په وړاندې د عملیات ویډیو

نوشته شده توسط احمدشاه غنی زاده - Thu May 17 2018, 2:11 pm

افغان او امریکایي ځواکونو د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعشیانو هغه غړی وژلی چې په پلازمېینه کابل ښار یې د وروستیو بریدونو ترشا لاس درلود.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي په کابل کې د وروستیو بریدونو ترشا د داعش غړی یاسر تېره اوونی د ننګرهار ولایت د درې ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوی.

سرچینه زیاتوي، چې یاسر په کابل ښار کې د امنیتي ځواکونو او عام وګړو پر خلاف د بریدونو ترڅنګ د کابل او ننګرهار پر لویه لاره په ګڼو بریدونو کې یې هم لاس درلود.

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د یاسر پر وړاندې د ګډو عملیاتو یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې افغان او امریکایي ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په درې ولسوالی کې د یاسر په وړاندې ځانګړي عملیات ترسره کوي.

په افغانستان کې ائتلافي ځواکونه وایي، په افغانستان کې یې د داعشیانو د اهدافو د شڼدولو په موخه ځانګړي عملیات دوام لري.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید