Monday Oct 22, 2018

د افغان هوایي ځواکونو له خوا د لیزري بمونو په وسیله د هوایي بریدونو ویډیو

نوشته شده توسط khaama - Thu May 17 2018, 11:33 am

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د افغان هوایي ځواکونو له خوا د طالبانو پر مواضعو د لیزري بمونو په وسیله د هوایي بریدونو یوه نوی ویډیو خپره کړې ده.

د ائتلافي ځواکونو په وینا، افغان هوایي ځواکونو د روان زیردیز کال د مارچ میاشتې له ۲۲ مه نیټې څخه د وسله والو پر وړاندې له لیزري بمونو کار واخلي.

سرچینه زیاتوي، چې د لیزري بمونو په وسیله اکثریت هوایي بریدونه د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ترسره شوې ده.

د سرچینې په وینا، لیزري بمونه یا د لیزر له لارې رهبري شوي بمونه د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې یو مهم رول لوبوي او د دغو بمونو په وسیله هوایي بریدونه په هغو ځایونو کې ترسره کېږي چې پکې عام خلک ژوند کوي.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکی وایي، افغان هوایي ځواکونو د تېر کال په پرتله ډیر هوایي ماموریتونه ترسره کوي او په پام کې ده چې د افغان هوایي ځواکونو تشکیل تر ۲۰۲۳ کال پورې درې برابره شي.

د چارواکو په وینا، افغان هوایي ځواکونو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د هوایي ماموریتونو په ترڅ کې له بهرنیو ځواکونو لږ مرسته ترلاسه کړل او کابو ټول بریدونه په خپلواکه توګه ترسره کړي دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید