Tuesday Jul 17, 2018

په نوښار کې د پاکستان پوځ پر موټر ځانمرګي برید

نوشته شده توسط khaama - Thu May 17 2018, 10:33 am

د پاکستان په نوښار سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر څانمرګي برید لږ تر لږه ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په نوښار کې یوه امنیتي چارواکی ندیم بخاري رسنیو ته ویلي، چې د برید په ترڅ کې یو تن وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي.

نوموړی زیاته کړه، چې یوه ځانمرګي بریدګر د مال روډ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوه موټر په نښه کړی.

یو بل امنیتي سرچینه وایي، برید د پاکستان پوځ اړوند د ملېشو ځواکونو پر موټر شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د پيښې ټپیان پوځي روغتونون ته وړل شوي.

تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو پاکستاني چارواکي وایي ورته بریدونه د پاکستاني طالبانو اړوندو ډلو له خوا ترسره کېږي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید