- خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس - https://www.khaama.com/pashto -

کابل ښار کې د درېیو کسانو د قتل په تړاو یو تن نیول شوی

[1]

په پلازمېنه کابل کې د رېیو کسانو د قتل په تړاو یو تن د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د کابل د امنیه قومانداني چارواکي وایي، درې کسان هر یو لعل محمد، ماه ګل، او سیف الرحمن د سرطان یاشتې په ۳ مه نیټه د کابل د هود خېلو په سیمه کې د رحمن د محمدا جان زوی له خوا وژل شوي وو.

چارواکي زیاتوي، چې رحمن د دغو درېیو کسانو له وژلو وروسته له سیمې څخه تښتیدلی و خو د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې د ثور میاشتې په ۲۴ مه نیټه د کابل ښار له نهمې امنیتي حوزې څخه ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو کې په جنایي پیښو کې د پام ړو زیاتوالی راغلی دی.

 افغانستان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو د یکشبنې په ورځ وویل، چې د بېلا بېلو جرمونو په تړاو لږ تر لږه ۱۴۸ مشکوک کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه کسان د غویی له ۱۱ مه نیټې څخه د غویی تر ۲۳ مه نیټه د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.

د چارواکو په وینا، اکثریت کسان په بېلا بېلو وسله والو غلاو په تړاو د امنیتي ځواکونو له خا نیول شوي دي.

خو چارواکي وایي، د نیولو شویو کسانو په ډله کې یو شمېر قاتلین هم شامل دي او یو تن د یو مېرمن د قتل په تړاو نیول شوی دی.