Tuesday May 22, 2018

په کابل ښار کې د داعش د جلب او جذب مسوول او مرستیال ونیول شول

نوشته شده توسط khaama - Thu May 17 2018, 9:10 am

په پلازمېنه کابل ښار کې د ملي امنیت ریاست د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو د جلب او مسوول نیول شوی.

د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د داعش د جلب او جذب مسوول عبدالمهین او د هغه مرستیال صفی الله د کابل ښار د یوو لسمې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړي دي او دا مهال د ملي امنیت ریاست په قید کې دي.

د ملي امنیت ریاست په وینا، د داعش ډلې دغه جګپوړي کسان هغه ههال ونیول شول کله چې له ننګرهار ولایت څخه جوزجان ولایت ته د داعشیانو د کورنیو په انتقالو کې بوخت وو.

د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په پلازمېنه کابل کې د اسلامي دولت نومې ډلې وسله والو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید