Wednesday Nov 21, 2018

فراه ښار کې پر وسله والو طالبانو د مرګوني هوایي بریدونو تازه ویډیو

نوشته شده توسط احمدشاه غنی زاده - Wed May 16 2018, 2:10 pm

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په فراه ښار کې د طالبانو د برید په غبرګون کې د ترسره شویو هوایي بریدونو ویډیو خپره کړه.

د امریکا پوځ په وینا، په ترسره شویو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د سې شنبې په شپه شاوخوا ۲ بجې د شیبکوه له ولسوالی څځه ډلییز بریدونه پیل کړل او د فراه ښار له شمال څخه د بریدونو په ترڅ کې وتوانېدل چې د ښار ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په ویا، د افغان امنیتي او دفاي ځواکونو د هوایي او ځمیکنو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۹۸ تنه وسله وال وژل شوي.

دفاع وزارت ادعا کوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې سلګونه وسله وال ټپیان هم شوي دي او دا مهال چاڼیز عملیات د فراه ښار په څنډو کې دوام لري.

د دفاع وزارت په راپور کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو د فراه والي عبدالبصیر سالنګي له دې وړاندې ویلي وو، چې د نښتې په ترح کې لږ تر لږه ۲۰ کسان د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په ګډون خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید