د امریکا متحده ایالتونو حکومت په ملګرو ملتونو د پاکستان د هغو هلو ځلو مخه نیولې ده چې غوښتل یې د ملي امنیت شورا د بندیزونو په لیسټ کې د جماعت الاحرار مشر د عمر خالد خراساني نوم شامل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو ووزارت چارواکو ویلي، چې دوی په دې اړه په غیر مستقیمه توګه معلومات ترلاسه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالتونو استازي د پاکستان د دغه اقدام پر وړاندې وروسته له هغه غبرګون ښودلی چې اسلام اباد په خپل غوښتنلیک کې ادعا کړی و چې د جماعت الاحرار مشر عمر خالد خراساني دا مهال د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالی کې امن ځایونه لري او د پاکستان پر وړاندې په ترهګریزو فعالیتونو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوی ستراتیژي تر اعلان وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مخ په خرابېدو دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د هلو ځلو مخه په داسې حال کې نیول کېږي چې افغان او امریکایي چارواکي وایي په افغانستان کې روان تاوتریخوالي د ترهګرو له هغو پټنځایونو سره مستقیم تړاو لري چې د ډیورنډ کرښې په هاخوا سیمو کې موقعیت لري.