Wednesday Sep 26, 2018

د مجیب الرحمن د لوبو په اړه د هند وتلې ستورې پریتي زینتا څرګندونې

نوشته شده توسط khaama - Thu May 10 2018, 7:09 am

 

د هند د سیمنا وتلې ستورې د هند په غوره لیګ یا آی پي ایل کې د پنجاب د لوبدلې یا د پنجاب پاچاهانو مالکه پریتی زینتا په وروستیو لوبو کې د وتلي افغان لوبغاړی د مجیب الرحمن د غوره کړنو ستاینه کړې ده.

نوموړې په خپل ټویټر پاڼه کې له مجیب الرحمن سره خپل ګډ انځور خپور کړی او هغه یي ستایلی دی.

هغی په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې «زمونږ خپل کوچني زمری چې تر هر بل زمري هم لوړغوریږي. مجیب د هند د غوره په ۲۰۱۸ په سیالیو کې ښه روان دی.»

https://twitter.com/realpreityzinta/status/994279200713568256

دا په داسې حال کې ده چې مجیب الرحمن د یکشبنې په شبه د راجستان رویالز په وړاندې په لوبه کې له څلورو اوورنو څخه او د ۲۷ منډو مقابل کې درې ویکټې ترلاسه کړه.

دغه لوبه د مجیب الرحمن لوبډله یا د پنجاب پاچاهو د شپږو ویکټو په توپیر وګاټه.

د لوبې پچه د پنجاب پاچاهانو لوبډله وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې په ترڅ کې یې د راجستان رویالز د ۹ ویکټو په سوځېدو او له ۲۰ اوورنو څخه یې ۱۵۲ منډې جوړې کړې.

خو د پنجاب پاچاهانو لوبډله وتوانید ورکړل شوې هدف د ۴ ویکټو په سوځېدلو سره په ۱۸،۴ اوور کې پوره کړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید