Sunday Sep 23, 2018

افغانستان د کانونو د بین الدولتي (IGF) اداري غړیتوب واخیست

نوشته شده توسط khaama - Wed Apr 25 2018, 10:13 am

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وایي، افغانستان د کانونو د بین الدولتي (IGF) اداري غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د کانونو او پطرولیم وزارت د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کانونو د دوامداره پرمختګ په موخه IGF نړیوالې ادارې ته د غړیتوب اخیستلو وړاندیز کړی و، چې له یو لړ مذاکراتو وروسته یادې ادارې افغان حکومت ته دا غړیتوب ورکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې IGF یوازینۍ نړیواله بین الدولتي اداره ده، چې د کانونو په برخه کې له خپلو غړو هیوادونو سره د پالیسۍ، تګلارو جوړولو او اهدافو ته د رسیدو په لار کې مرسته کوي، څو غړي هیوادونه وکولی شي له خپلو کانونو څخه په دوامداره او سالمه توګه ګټه پورته کړي.

د کانونو او پطرولیم وزارتله مخې، له دې غړیتوب سره به افغانستان د اقتصادي ودې او په دې سکټور کې د کار په پیداکولو کې مرسته وکړي او ترڅنګ به یې  د  کانونو په سکټور کې د بهرنیو پانګوالو راجلبولو کچه هم لوړه شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې اغلې نرګس نهان لومړی افغانانو ته ددې غړیتوب مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې افغان دولت یو مستقل او پرمختللي استخراجي سکټور ته ژمن دی او دغه سکټور د هیواد د ودې او پرمختګ د کچې لوړولو استازیتوب کوي او د یادې ادارې غړېتوب ترلاسه کول زموږ له پاره زرین فرصت دی. له دې غړیتوب سره به له افغان حکومت سره د کانونو په سکټور کې د افغانستان خلکو ته د ځواب او حساب ورکولو په برخو کې مرسته وکړي.

د IGF اداره د کانونو سکټور په برخو کې یوازینۍ نړیواله پالیسي جوړونکې اداره ده، چې له خپلو غړو هیوادونو سره د کانونو سکټور په ظرفیت لوړونه او له کانونو څخه د دوامداره ګټې اخیستنې په برخو کې مرستې کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه اداره په کلنیو غونډو کې حکومتونه، تمویلونکي ادارې، نړیوال سازمانونه، مدني ټولنې او خصوصي سکټور په چارو کې سره همغږي کوي.
د کانونو او پطرولیم وزارت وایي، د IGF د غړیتوب په ګټو کې د IGF په کلنۍ عمومي غونډه کې چې په ژنیو او سویډن کې ترسره کیږي ګډون کول او تخنیکي روزنې او ظرفیت جوړونې پروګرامونو ته لاسرسی شامل دي او ترڅنګ یې IGF د هر غړي هیواد د کانونو د پالیسۍ او کاري تګلارې ارزوي او د پلي کولو له پاره یې اقدامات ترسره کوي.

د کانونو، منرالونو او فلزاتو سکټور دوامداره پرمختګ او سمې ګټې اخیستنې په برخه مرسته کول، په سکټورونو کې هیوادونو ته د فرصتونو او ننګونو په برخو کې د بحثونو زمینه برابرول او د غړو هیواد په منځ کې د IGF د کان کیدنې د پالیسۍ او تګلارې جوړول او پلي کول هم د IGF اداري په ګټو کې شامل دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید