Wednesday Nov 21, 2018

د هند فلمي ستوري سلمان خان په پنځو کالو بند محکوم شو

نوشته شده توسط khaama - Thu Apr 05 2018, 9:48 am

د هندوستان فلمي ستوري سلمان خان نن د یوې محکمې له خوا په پنځو کالو بند محکوم شو.

نوموړی نن د هند د راجستان ایالت د جودپور محکمې له خوا د یو ډول نایابه هوسی د ښکار په تړاو مجرم وپیژندل شو.

سلمان خان دغه حیوان چې Blackbuck نومېږي د ۱۹۹۸ په میلادي کال کې ښکار کړی و او د هند د وحشي حیواناتو له قانون څخه د سرغړونې تور نن د جودپور محکمې له خوا په پنځو کالو بند محکوم شو.

په همدې حال کې د محکمې څارنوال ماهیپال بشنوی وایي، ځینې کسان هڅې کوي ترڅو د سلمان خان بند یا سرا موده راټیټه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په می میاشت کې د هند په ممبۍ ښار کې یوه محکمه د “ووهه او وتښته” په تور سلمان خان په غیر قصدي وژنې تورن ګڼلی و او په ۵ کاله بند یې محکوم کړی و.

د محکمې د حکم پر اساس، سلمان خان په ۲۰۰۲ میلادي کال کې خپل تیوټا لنډ کروزر موټر پر یوه بې کوره سړي چې د سړک پر غاړې ویده و، ورچلولی و او هغه یې وژلی و.

پر سلمان خان دا تور هم لګیدل شوی و چې د سړي تر وژلو وروسته، د پيښې له ځايه تښتیدلی وو.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید