Wednesday Nov 14, 2018

افغان پوځ د کندز د مرګوني هوایي برید تازه ویډیو خپره کړې

نوشته شده توسط khaama - Tue Apr 03 2018, 2:11 pm

په داسې حال کې چې د کندز مرګوني هواي برید په اړه د ملکي تلفاتو په هکله ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي، د افغانستان ملي پوځ په دشت ارچي ولسوالی کې تر هوایي برید مخکې د هوا له لارې اخیستل شوې ویډیو خپره کړې.

په ویډیو کې ظاهراً لېدل کېږي چې د طالب ډلې پلویانو په یوه لویه غونډه کې راغونډ شوي دي.

په خپره شوې ویډیو کې لېدل کېږي چې یو شمېر وسله وال له ټوپکو مجهز دي او په سیمه کې ګزمې وهي په داسې حال کې یو شمېر نور یې په سیمه کې د تګ را تګ کوي.

دغه ویډیو ظاهراً د ScanEagle  بې پیلوټه الوتکو په وسېله اخیستل شوې ده.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال رادمنش وایي، په دشت ارچي ولسوالی کې هوایي برید د وسله والو طالبانو پر یوه لویه مرکز ترسره شوی او په ترڅ کې د طالبانو ۱۸ ډلمشران هم وژل شوي دي.

نوموړی زیاته کړه، چې دغه هوایي برید د کره استخباراتي ملعومات پر اساس ترسره شوې په داسې حال کې چې په سیمه کې د طالبانو ګڼ شمېر ډلمشران راغونډ شوي وو.

جنرال رادمنش تر برید مخکې اخیستل شوي انځورونه هم له رسنیو شریک کړې او وې ویل چې په انځورونه کې یې یواځې د طالبانو ډلمشران او وسله وال لېدل کېږي.

هغه دا هم وویل، چې په وژل شویو کې د تاجکستان او ازبکستان وګړو ترڅنګ د طالبانو د سرې قطعې یو شمېر وسله وال هم شامل دي.

نوموړی د ملکي تلفاتو په اړه وویل، چې د طالبانو پر مواضعو برید یواځې د توغندیو په وسېله ترسره شوې ده خو ملکي وګړي د سپکو وسلو په وسېله وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع زارت ویاند وایي، وسله والو طالبانو تر هوایي بریدو وروسته لومړی د ملي پوځ پر چورلکې ډزې پیل کړل او وروسته ملکي وګړي په نښه کړل.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید