Saturday Aug 18, 2018

په کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو کې د پستې ۴۵۰ باغونه جوړېږي

نوشته شده توسط khaama - Sun Mar 04 2018, 8:49 am

په سوېل کندهار ولایت کې ځایي حکومتي چاواکي وایي، د «مرسي کور» غیر دولتي موسسې په مرسته په کندهار، ارزګان، او هلمند ولایتونو کې به د پستې ۴۵۰ باغونه جوړې شي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه باغونه به د معیشت بدیل پروګرام له لارې په دغو ولایتونو کې جوړې شي.

د کندهار ولایت د کرنې ریاست ویاند حبیب الرحمن سجاد په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د کندهار په ۷ ولسوالیو کې باغوانونه به کابو ۳۰ زره نیالګي ترلاسه کړي.

نوموړی زیاته کړه، چې د کندهار ولایت په پنجوایي، ژېړی، میوند، ارغنداب، سپین بولدک، ډنډ، او تخته پل په ولسوالیو کې به ۲۵۰ د پستې باغونه جوړ شي.

دچارواکو په وینا، ټاکل شوې چې په هلمند ولایت کې ۱۴۰ باغونه او په ارزګان ولایت کې ۴۰ باغونه جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخدره موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر ۲۰۱۷ میلادي کال په نوامبر میاشت کې وویل، سږ کال د افغانستان د کوکنارو کښت کې کابو ۸۷ سلنه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو په نوې راپور راغلي چې، اټکل شوې چې سږ کال له کوکنارو نه د مخدره موادو تولیدات تر ۹۰۰۰ مټریک ټن ته لوړ شي.

په راپور راغلي چې، د کوکنارو او مخدره موادو په تولیداتو کې له زیاتوالي سره سم به د افغانستان په نا امنیو کې زیاتوالي راشي ځکه د نړی په کچه د هیروینو په قیمت کې کموالي راشي او له دې سره ترهګرې ډلې به زیات پیسې ترلاسه کړي.

ملګرې ملتونه په خبل راپور لیکلې، د ولایتي حکومتونو د هلو ځلو سره سم سږ کال د افغانستان په ۳۲۸۰۰۰ ځمکه کې کوکنار کښت شوی چې د تېر کال په مقایسه ۶۰ سلنه زیاتوالي ښيي.

بلخوا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت چاواکي د معیشت بدیل پروګرام له لارې د نشه یي موادو کاروبار د مخنیوي په اړه خوشبیني څرګندوي.

د چارواکو په وینا، پسته د کوکنارو د کښت لپاره یو ښه بدیل دی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید