Monday Nov 19, 2018

د افغانستان په اړه د انجلینا جولي کارتوني فلم اسکار جایزې ته کاندید دی

نوشته شده توسط khaama - Sun Mar 04 2018, 7:13 am

د امریکا متحده ایالاتو مشهورې هنرمندې انجلینا جولي له خوا د افغانستان په اړه جوړ شوی کارتوني فلم اسکار جایزې ه کاندید دی.

دغه کارتوني فلم د نورو کارتوني فلمونو ترڅنګ د جایزې لپاره د اسکار رسمي ویب پاڼې په لیسي کې شامل شوی دی.

ټاکل شوې چې د اسکار جایزې د وېش مراسم د یکشبنې په شپه د امریکا متحده ایالاتو په کلیفورنیا ایالت کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې، اټکل کیږي د پکزارس له خوا جوړ شوی کارتوني فلم «کوکو» دغه جایزه ترلاسه کړي.

د اغلي جولي له خوا جوړ شوي «ډوډی ګټونکي» انیمیشن یا کارتوني فلم د طالبانو په واکمنۍ کې د یوې افغانې ۱۱ کلنې پروانې کیسه کوي.

د فلم د سکرېپټ یا داساتان پر اساس، د ۱۱ کلنې پروانې پلار د وسله وال طالبانو له خوا بندي کیږي او نومړې د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ ګټلو په خاطر د هلکانو جامې اغوندي.

 د «ډوډی ګټونکي» کارتوني فلم ټریلر تېر کال خپور شو او  دغه فلم د ۲۰۱۷ میلادي کال د نوامبر میاشتې په ۱۷ مه ڼیته نندارې ته وړاندې شو.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید