په ختیځ ننګرهار ولایت کې د یو پاکستاني په ګډون لږ تر لږه درې تنه وسله وال له ځایي پاڅونوالو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي.

د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د ننګرهار ګوشتې ولسوالى په مربوطاتو کې د نښتې پر مهال د يو بهرني په ګډون درې وسله وال مخالفين وژل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې وړمه شپه د ګوشتې ولسوالى د تورکانې په ساحه کې ولسي پاڅون کونکو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته شوى چې په ترڅ کې د يوتن پاکستاني سيد نبي مشهور په جهانيار په ګډون درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومانداني په وینا، د وژل شویو کسانو جسدونه د نښتې په ميدان کې پاتې شوي، او دوه ميله کلاشنکوف، دوه عرادې موټرسيکل او يو اندازه مهمات د پاڅون کوونکو لاس ته ورغلي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.