Tuesday Sep 25, 2018

د برېښنایي تذکرو د وېش پر سر اختلافات او د جنرال عبدالرازق دریځ

نوشته شده توسط khaama - Sat Feb 17 2018, 9:48 am

د قندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر د پیل په اړه د حکومت د پرېکړې ملاتړ وکړ.

جنرال عبدالرازق د برېښنایي تذکرو وېش یو جدي اړتیا بولي او خبرداری ورکوي چې هیچا به اجازه ورنه کړي ترڅو له دغه ملي بهیر څخه سیاسي ګټه پورته کړي.

نوموړی افغانیت خپل هویت بولي او ټینګار کوي چې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر د پیلولو لپاره ټول قانوني مرحله پای ته رسېدلې او په دې برخه کې هیچا ته د ستونزو جوړولو حق نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د برېښنایي تذکرو د وېش مهال سره اختلاف څرګنده کړی دی.

نوموړی تېره ورځ د یوه بیان په نشرولو سره ویلي وو، چې  د برېښنایی تذکرو وېش یوه لویه موضوع ده او ډېر بحث او غور ته اړتیا لري.

د اجرائیه ریاست دفتر په وینا، ټاکل شوې چې ښاغلي عبدالله نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې اړه خبرې وکړي.

د نفوسو د احوال د ثبتولو د مرکزي ادارې چارواکي وایي، د بریښنایي تذکرو د وېش بهیر د پیلولو په موخه لومړی کارونه په ارګ ماڼی کې پیل شوی او په لومړی پړاو کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د لومړی مېرمنې بي بي ګل او د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش څځه اسنادونه اخیستل شوي او د بایو مټریک او د فورمونو چارې بشپړې شوې دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید