12 ISIS killed in Nangarhar

چارواکي په ننګرهار ولایت کي وایي په کوټ ولسوالی کی دهوایی برید په پایله کی دیو ډلمشر په ګډون دولس داعش وسله وال وژل شوی .

دننګرهار دامنیه قوماندانی دمطبوعاتی دفتر خبر  څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي “تیره ورځ ناوخته دکوټ ولسوالی دلاغر جوی په سبمه کی هوایی برید

ترسره شوی چی په ترڅ کی دیو ډلمشر په ګډون دولس تنه داعش وسله وال وژل شوی دی.”

خبپاني زیاتوي چي په ترسره شوی برید کی دوسله والو یو شمیر وسلی هم تخریب او لمنځه تللی ، په برید کی ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته زیان ندی اوښتی .

بل لور ته – دپچیر اګام او بتی کوټ ولسوالیو دامنیه قوماندانیو امنیتی موظیفنو په خپلو مربوطه ساحو کی دګزمی پر مهال دوه کړی دوسایطو ضد ماینونه چی دهیواد ددښمنانو له خوا دتخریبی اعمالو داجرا په موخه ځای پرځای کړی شوی و ، مخکی دچاودنی کشف او خنثی کړی دی .

همدغه راز – دخوګیانو ولسوالی دامنیه قوماندانی پولیسو دخوارانو په سمه کی ځانګړی عملیات ترسره کړی چی په ترح کی یو میل کلاشنکوف اویو عدد شاژور کشف او ترلاسه کړی .